په هالند کې د افغانستان ملی گوند

د شوراد خواخوږئ پیغام

 

 په ژورې خواشینئ سره مو د هېواد د ربړیدلو خلکو د نېکمرغئ او وران هېواد د سمسورتیا د نیمگړو آرمانو د ویاړه ډکې لارې، د یوه نامداره سالار او پولادهوډه ملگری عبدالواحد «فراهی» د بې وخته مړینې خبر واورید.

 دې لړزوونکی پېښې نه یواځې د «فراهی» کورنئ، بلکې د «فراهی» په لسگونو زره هم مورچله ملگری،او د «فراهی» گڼ شمېر دوستان په سوگ او شوک کې کښېنولی دی.

 په داسې حال کې چې دې ویرجنې پېښې د بې مرگه «فراهی» پر غم ځپلو یارانو دروند سیورئ غورځولئ دئ مونږ په دې ویرلړلی شیبه کې د «فراهی» د ځای تشې په اړه د هغې درندې کورنئ، خپلو ټولو ملگرو او د هېواد د مخکښ سیاسی غورځنګ ټولو لارویو، او د «فراهی» دوستانو ته، د زړه له کومې  ډاډگېرنې (تسلیت) مراتب وړاندې کوو.