|
د افغانستان لپاره ویاړ
د اګست ۳، ۲۰۰۹- د ملنګ دریا او امرالدین سنجر د کوچنیوالی خوبونه هغه وخت رښتیا شول کله چې هغوي د افغانستان تر ټولو لوړې د غره څوکې ته وختل. په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې نن ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی وو امرالدین وویل: "ما غوښتل چې د افغانستان د غرونو لوړې څوکې ته د هیواد د بیرغ په پورته کولو سره د افغانستان لپاره ویاړ وګټم" هغه زیاته کړه "کله چې زه د غره لوړې څوکې ته وختلم او د افغانستان بیرغ مې هلته ورپولو نو ما دا احساس وکړ چې د افغانستان ټول وګړي په دغه لوړه څوکه دي." ملنګ د دې هیلې په څرګندولو سره وویل: "ټول هیواد ته سوله او ملی یوالی راشي چې هیوادوال وکړای شي د افغانستان بیرغ نه یوازې په افغانستان کې د لوړو غرونو په څوکو ورپوي، بلکې هغه په ټوله نړۍ کې ورپوي. د جولای په ۱۹ نېټه د لومړی ځل لپاره دغه دواړه افغانان ملنګ او امرالدین د نوشاق د غره څوکی ته وختل چې د سمندر د سطحې څخه ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري، چې دا د هندوکش د غرونو په سلسله کې د تیراج میر څخه په پاکستان کې چې ۷۶۹۰ متره لوړوالی لري دوهمه لوړه څوکه ده. مخکې له دې بریالیتوب څخه ملنګ او امر الدین د غره د ختلو روزنه د افغانستان په پنجشیر، ایټالیا او په دې وروستیو وختو کې د فرانس د آلپ په غرونو کې ترلاسه کړه. د فرانسې الپینیست لویس میونیر چې یو فرانسوی الپینیست دی او د افغاني غره ختونکو سره مرسته کوي وویل "دا ځوانان قوی دی هغوي په لوړو څوکو اوسیږي او په اوږدو واټنونو کې د لږو اوبو او لږو خوړو سره په سفر کولو بلد دي. هغه څه چې دوي نه درلودل هغه د غره ختنې تخنیکونه دي. دوي فرانسې ته د یوې میاشتې روزنې لپاره راغلل او بیا به هم د لا زیاتې روزنې لپاره هلته راشي. د افغانستان د واخان دهلیز چې د دي هیواد په شمالشرقی ولایت بدخشان کې پروت دی له چین، تاجکستان او پاکستان سره پوله لري او د توریستانو او خصوصاً غره ختونوکو لپاره به ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې یو په زړه پوری ځاي وو. امرالدین ۲۶ کلن او ملنګ ۳۷ کلن دواړه بزګران دي او په واخان کې اوسیږي. د دوي پلرونو او نیکه ګانو دوي ته کیسی ویلی چې بهرنیان په واخان کې د غرونو څوکو ته ختل نو دوي هم تل دا غوښتل چې دغو څوکو ته وخیژی. یان مکولیام په افغانستان د آغاخان د انکشافی شبکی د اړیکو مشر وویل چې ای کې ډی ان د دی هیت لپاره خصوصاُ په شمال کې د ښوونکو د روزنی په مقصد کافی اندازه مرسته کړیده دغه سازمان په دی سمیه کې د توریزم د پرمختګ لپاره هم کار کوي. واخان یو تنګ دهلیز دی چې په ځینو ځایونو کې تر ۱۶ کیلومترو لږ پلنوالی لري او د افغانستان د یو لري پروتو او نیستمنو سیمو څخه دی. د واخان اوسیدونکو ته واخی وایی او ژوند یې د کرهنی او څارویو څخه تامینیږی. د ډیرو کلونو سخت کار روزنی او د ډیرو سازمانونو مرستی او تر ټولو زیات د دوو غره ختونکو افغانانو قوي ارادی دنیا ته وښودله چې په افغانستان کې یو ځانګړي ژوند هم شته. امرالدین وویل: موږ غواړو چې خلک په دي پوه شې چې په افغانستان کې د طالبانو، افینو او د سړک په غاړه د بمونو څخه پرته نور څه هم شته. موږ غواړو چې غره ختونکی بیرته افغانستان ته راوګرځی او وګوري چې افغانان څومره میلمه پاله خلک دي.
د همایون خرم لیکنه. یوناما ویب پاڼه : افغان د غره په څوکه: www.noshaq.com د غرونو د پیوستون ویب پاڼه: www.mountainunity.org
سربلند نمودن افغانستان
سوم اگست 2009- رویای دوران کودکی ملنگ دریا و امرالدین سنجر زمانی به حقیقت پیوست که بلندترین قله افغانستان را فتح نمودند. آقای امرالدین امروز در یک کنفرانس به میزبانی ملل متحد در کابل گفت " می خواستم تا با برافراشتن پرچم افغانستان در بلند ترین نقطه افغانستان یعنی در قله نوشاخ، باعث افتخار کشور خود شوم. آقای ملنگ گفت " وقتی به بلندترین نقطه قله نوشاخ رسیدم، پرچم افغانستان را باز کردم و طوری حس کردم که گویا تمام مردم افغانستان بر فراز این قله اند". او با امیدواری در ادامه گفت که "صلح سراسری و اتحاد ملی می تواند پرچم افغانستان را نه تنها بر فراز افغانستان بلکه بر بلندترین قله های جهان بر افرازد. به تاریخ 19 جولای، برای اولین بار دو کوهنورد افغان به نام های ملنگ و امرالدین به قله نوشاخ در ارتفاع 7،492 متر از سطح بحر بالا شدند که بعد از قله های تیراج میر با ارتفاع 7،690 متر دومین قله بلند کوه های هندوکش در جهان است. قبل از رسیدن به این موفقیت، ملنگ و امرالدین آموزش های لازم کوهنوردی را در پنجشیر، ایتالیا و اخیرأ در کوه های آلپ فرانسه سپری نموده بودند. لویس مونیه یکی از کوهنوردان فرانسوی که به این دو کوهنورد افغان کمک نموده بود گفت " این جوانان قوی هستند. آنها در بلندترین ارتفاعات زندگی نمودند و با مقدار بسیار کم غذا و آب راه طولانی را طی نموده میتوانند. چیزی که در اختیار این دو جوان نبود، تکنیک های کوهنوردی بود. این دو جوان به مدت یکماه برای آموزش به فرانسه آمده بودند و باز هم می آیند.
دهلیز
واخان افغانستان در
ولایت شمال شرقی بدخشان که سرحد مشترک با کشور های چین، تاجکستان و پاکستان
دارد،
یکی
از پر کشش ترین محل برای سیاحان، بخصوص کوهنوردان در دهه های 1960 و 1970
بوده
است به گفته اون ماک ولیم رئیس اطلاعات شبکه انکشافی آغا خان در افغانستان که سازمان شان در راستای انکشاف صنعت تورزیم در منطقه کار میکند، شبکه انکشافی آغا خان یک مقدار هنگفت پول را به هدف تسریع، بخصوص به مقصد آموزش استادان در ساحه شمالی ( شمال کابل) و در کوه های آلپ فرانسه کمک نموده است. واخان، یک دهلیز تنگ که در بعضی جا ها کمتر از 16 کیلو متر وسعت دارد، یکی از دورترین و فقیرترین مناطق افغانستان به شمار میرود. باشندگان واخان بنام واخی یاد میگردند و زندگی شان وابسته به زراعت و مالداری است. سال های سخت کار، آموزش، حمایت سازمان ها و مهمتر از همه اراده قوی کوهنوردان افغان به دنیا نشان میدهد که زند گی ابعاد مختلف در این کشور دارد. امرالدین میگوید، ما فقط میخواهیم که مردم بدانند نسبت به طالبان، افیون و بم های کنار سرک چیز های بیشتر در این کشور وجو دارد. ما از کوهنوردان میخواهیم تا دوباره به افغانستان برگردند تا ببینند که افغان ها چقدر مردم مهمانواز اند.
توسط همایون خرم، یوناما
|