د خواشینی پیغا م

 

په ډیر خواشینئ سره خبر شوم چې لوی ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ښاغلی« اجمل خټک »  د اوږدې ناروغئ له امله له دی فاني  نړی څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

 

(انالله وانا الیه راجعون)

 

ارواښاد اجمل خټک د پښتو ژبې زړور،پوخ، نومیالئ، وتلی شاعر، لیکوال او لوی سیاست پوه و.

 زه په داسی حال کې چې د ارواښاد اجمل خټک د کورنئ له غړو او ټولو پښتنو او دده مینه والو، سیاسی ملګرو او دوستانو سره په دغې ستره غمیزه کې ځان شریک بولم ، دده مړینه د هیواد والو او ټول پښتون قوم لپاره لویه ضایعه بولم.

دده کورنی ته جمیل صبر او ده ته د پاک الله (ج) نه د فردوس جنت غوښتونکئ یم.

ارواښاد اجمل خټک هغه شاعر دی چی مرګ دده فرهنګي، ادبي او ستر شاعري ځواک او شخصیت نشی وژلئ ،  دداسی سترو فرهنګې شخصیتونو ژوند د هغوی د مړینې وروسته پیل کیږي.

  خادم چی په رښتیا وي څوک د ملک او د ملت

وطن یې پس له مرګه په مدفن فخر کوي

 

 په ډیر درنښت

 

انجنیر عبدالقادر مسعود