|
کانديد اکادميسين ظاهر اُفق
تاريخ پرمُخ ځی، پرشا نه گرزی، خوکله کله، په يو بل شکل کی تکرار بريښی
پيل،
1- تاريخ د يوې ستری او مهمی پوهنی په څير هم منطق لری او هم فلسفه، نو څنگه؟ 2- تاريخ کله کله تکرار بريښی، خو په بل شکل؛ 3- نتيجه؛
پيل:
انسان او انسانی ټولنه تر بل هر ستر او قوی موجود لکه دایناسور، فیل او داسی نورو چی موږ يی پيژنو او تر بلی هر ډول حیوانی ټولنی او تجمع لکه د مچیو، ميږيانو او بيزوگانو او داسی نورو، چټک پرلاری ځی؛ ډيره فاصله او واټن په لنډ وخت کی وهی او ټولنیز جوړښت یې د خپل کار او د کار د وسايلو په واسطه په هره ورځ، هره میاشت او هر کال ژر انسجام او پرمختگ مومی؛ وده کوی او نوی داسی حالتونه او شکلونه غوره کوی چی په یقین سره دا ټول صفتونه او ښیگڼی بیا هم د انسان (اشرف مخلوقات) په انسانیت او د کار په ماهیت اړه لری. د هم دغه انسانۑ کار او تولیدۑ وسایلو د معقول انتظام په واسطه انسان آسمانونو ته وخوت او د انسانی ژوند ډيرو عالی مرحلوته پورته او لاهم پورته کيږی. د نوموړو پراتيکونو او فعاليتونو پر بنا انسانانو د خپل ژوند په اوږدو کی، بيل بيل رژيمونه او سيستمونه تأسيس کړل، چی يو لړ يی د زمانې د غوښتونو او ځينی يې د دښمنانو د دسيسو، چالونو او د ماکوجيکو نارمونو د ماهرانه تطبيق په نتيجه کی يا د سقوط سره مخامخ شول يا هم تر هم دغه ډول ضربو لاندی اوس هم شپې سبا کوی، خو په هيڅ صورت دغه لوړ چالونو او د ماکوجيک نارمونه د تاريخ د حرکت او تکامل عمومی سير او محتوا ته تغيير نشر ورکولای. ځکه تاريخ پر مخ ځی، پر شا نه گرځی، ښه او بد، ناکامی او کامیابی، نيکمرغی او بدمرغی، انکشاف او انحطاط، جوړښت او خرابی او داسی نوری ټولنيزی پيښی او پديدی د هغو تضادونو د موجوديت او مبارزو محصول دی چی د هم دغه عمومی تکامل او پرمختگ بڼست جوړوی. دا څرگنده ده، هغه ستر او يا واړه رژيمونه او هيوادونه چی پر منطقی ټولنيز اصالتLogical Collectivism باندی تکيه ولری، د بشری تاريخ په هغه مسير کی واقع دی چی د زمانی په اساسی غوښتونو او اصواو په پيژندلو سره، نهايتاً، بری ته رسيږی، په هر نامه او هر شکل چی وی د ژوند په ډيرو مهمو برخو کی د اولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب او د معاصر مرييتوب د ځينځير زنگزده کړيانی يوه په بله پسی ځکه ماتولای شی چی ټولنيز واک په خپل ماهيت کی مستقيم او غيرِمستقيم ډول په اولسونو اړه لری او په قاطع ډول به د خلکو اراده د زور او زر د غلامۍ او تسلط څخه باسی. معنا دا چی انسانی اراده به نه خرڅيږی او نه به رانيول کيږی؛ فردی زوال ناپذيره (!) تسلط او اراده به په خپل نوبت خپل ځای ټولنيزی ارادی او عقيدی ته د تاريخی ضرورت له مخی پريږدی. برعکس، هغه نظامونه او رژيمونه چی په فردی اصالت Individualism يي ځان تړلی دی، هرڅومره که د قدرت څښتنان وی او هر ډول پراخ دماگوژيک شکل یی غوره کړی وی، خو بيا هم په نهايت کی ژر او يا په ځڼد، د خپلو ټولنيزو حکمونو او عقيدو له مخی، که په تدريجی ډول وی او يا هم انقلابی توگه ځکه به ځای خالی کوی چی د انسانيت ماهيت او جوړښت ټولنيز او د تاريخ د مهمو غوښتونو څخه يوه عينی او عمده غوښتنه ده. کله چی سویټیزم د ټاکلیو شرایطو او استدلالونو په نتیجه کی په ډيری آرامۍ سره سقوط وموند او امپریالیستی قوتونو نوی تجاوزات، د گران هیواد افغانستان په شمول په مختلوفو پلمو، د يو لړ کم زورو هیوادونو د خرابولو او اولسونو په ماتولو پیل وکړ، د گلوبالیزیشن تر عنوان لاندی یی د جهان د تسخیرولو اشتها نوره هم ژوره شوه. نه یې د خلکو او ملتونه حقوق په نظر کی ونیول، نه يی حتا د خپل امپریالیستی هیوادونو په د ننه کی د بازارونو د ويش تفاهم ومانه او نه یي هم دهغو تضادونو شدت په فکر کی ور وست کومو چی نړيواله بشری ټولنه د تيری پيړۍ په دوران کی لږ تر لږه دوه وار داسی سخت او وحشی اورته واچوله چی د بشریت د زرگونو کلونو ښایسته او ارزښمن مدنیتونه یې یا ور وسوځل او یا یې سخت دود بویه کړل او په ملیونونو انسانان یې د خاورو سره برابر کړل. نن چی ناټویی تجاوزگرو دولتونو، په سر کی یې امريکايی انحصارگرانو زموږ پر تاريخی هيواد افغانستان په ناوړو او مختلفو پلمو ور ودانگل او دخپلو ناروا حملو په دوران کی یی افغان مظلوم –خوقهرمان- اولس چی په تیرو دیرشو کلونو کی یی هم زیات مالی او بشری تلفات او تاوانونه لیدلی دی، د ډيرو نورو خواريو او تکليفونو سره مخامخ کړ، نو دا دی يو لړ روشنفکران چی پخوا یی هم د تاریخ پر سیر او تکامل عقیده نه درلوده، اوس یی د متجاوزو قدرتونو تیریو په نتیجه کی عقیده يی او فکری تزلزل نور هم زیات شوی او دا چورت ور ولاړ شوی دی چی گواکی جهان خپل پای ته ورسید او هرڅه به د بوش- بلیر په اولسی او انسانی ضد تجاوزونو چلیږی او بشپړ کیږی. په همدې ډول، عمومی اپورتونیزم ته که د فرد په وجود کی ځای ولری او یا هم د گروپونو په تشکیل کی څرگند وی، دا خبره ور په زړه شوی او په زړه کيږی چی گواکی دا دی تاريخ پرشا ځی او اولسی نظامونه يو په بل پسی سقوط کوی. په داسی حال کی چی د اولسونو موقتی ماتی او شکستونه، خرابی او ناتوانی په هيڅ صورت د تاريخ پرشا تک معنا نه ورکوی، بل که بیا هم سره د دغه ټولو پيښو تاريخ پر مخ ځی او پرشا نه گرځی. همداسی، هيره نکړو چی د تاريخ په اوږدو کی بيل بيل سياسی نهضتونه او نظامونه د خپلو ټاکلو شرایطو په لرولو سره، د خپلو فعاليتونو په دوران کی کله کښته لويدلی او بیا راپورته شوی، خو کله غوځار شوی او بیا هم را ولاړ شوی دی. هم دغه جريان د تاريخ د ډيرو خصوصيتونو څخه يو ډير څرگند خصوصيت دی. په منطقی ټولنيز اصالت سره رهنمايی شوی تيورۍ گانی او نظامونه په هر شکل او هر ايزم ISM چی وی د بشری تکامل په سرکی ولاړ دی، که نن وی او يا هم سبا د خپلو بشپړتوبونو مرحلو ته رسيږی او نوی داسی تحولات رامينځ ته کوی چی نور به يې هم په څرگنده وښيی چی نه تاريخ پرشا ځی او نه هم زمانه پای ته رسيدلی ده. په تاريخ کی د يونانی امپراتورۍ څخه بيا د روم تر وحشيانه امپراتورۍ پوری او بیا هم په راورسته کی وحشی مستبد دولتونه او نظامونه، چی ځينی يې د تاريخ غوښتنه وه، نه يوازی را پيداشوی او بیا ستر شوی دی، بل که د زوال زوڼی يي هم په خپل د ننه کی داسی کرل شوی دی چی ثمر ته رسيدلی او رسيږی. ښايی د عراق قهرمان ملت غوندی نور ملتونه به هم د جهانی تجاوزگرانو تر پښو لاندی شی، خو په هيڅ صورت د بشر منافع او د تاريخ منطق نه شی منعکسولای. په ټينگار سره دا ويلای شو چی نوموړی تجاوزات او تيري د تاريخ د پرشاتگ مفهوم نه ورکوی، بل که برعکس موږ بیا هم د اوسنی نويو وحشتونو څخه ډک جهان او پيښو په درشل کی ولاړ يو. ددي له پاره چی د تاريخ مفهوم او حرکت يې څه نا څه روښانه شوی وی، لازمه ده چی د همدغه علم پر فلسفی او منطق باندی يو لنډ مکث وکړو: 1- تاريخ د يوې ستری پوهنی په څير هم منطق لری او هم فلسفه، نو څنگه؟
د تاريخ History کلمه چی د لرغونی يونانۍ کلمې Historica څخه راوتلی د اطلاعاتو او څيړنو مفهوم ورکوی، خو په اصطلاح کی ټول هغه ليکنی، آثار، سندونه، رسمونه، علامې او نښانې او داسی نور په غيږ کی نیسی چی د طبيعت او انسانی پراتيک په باب ثبت او ليکل شوی وی، البته، دلته موږ د بشری ټولنی د تاريخ او فعاليتونو څخه بحث کوو. د تاريخ فلسفه دا توضيح کوی چی د تاريخی څيړنو او تحقيقاتو مفهوم يوازی د هغو ساده پيښو او پديدو د څيړونو څخه نه دی چی په سرسری او گذری توگه مينځ ته راغلی او يا هم مينځ ته راځی، بل که د هغو ټول اړخيزو پيښو، ارقامو او انسانی پراتيکونو مجموعه ده چی عينی Objective او مسلط Dominated قوانين یی د انسانانو د ذهنه څخه د باندی موقعيت لری. شک نشته چی د همدغو قوانينو او واقعيتونو د ژور درک له مخی تاريخ پوهان کولای شی چی نه يوازی د تحوله ډکی ټولنیزی تاريخی پيښی توضيح کړی، بل که د ټاکليو شرايطو په رڼا کی د يو لړ راتلونکو پيښو اټکل Prediction هم وکړای شی. تاريخ او د تاريخ منطق د دوو مهمو فلسفی مقولو په څير د تکامل او د افکارو د علمي پرمختگ او د شيانو د واقعی تاريخ ترمنځ ارتباط ښيی. تاريخ د خپل ټاکلی منطق په واسطه د بيلو بيلو واقعاتو د تحرک او پيداکيدو هغه بيان دی چی په ټاکلو زمانو او مرحلو کی رامنځ ته شوی او رامنځ ته کيږی. د تاريخ فلسفه د معرفت Knowledge هغه څرگند پرنسيبونه او قوانين دی چی د پيښو او پديدو Phenomena د پيدايښت او تکامل په دوران کی د ټاکلو شرايطو په لرلو سره د هغوی تسلط څرگند کړی. په همدغه ډول، د تاريخ منطق د ټولنيزو جريانونو او پيښو تر مينځ ذاتی اړيکی، د هغو د پرمختگ او د دوی په مينځ کی بيل بيل تضادونه ښيی. بايد وويل شی چی د تاريخ منطق کله کله هغه پيښی هم توضيح کوی چی د تاريخ په اوږده تکامل کی موقعيت ونه لری؛ د هغو زورمندانو او استعمارگرانو مخی ته د شرمه ډکی پيښی ايږدی د کومه چی د وحشت او ستبداد چلند، د خپل ژوند د ساتلو لپاره يوازنۍ لاره او آرمان دی. ځکه چی د تاريخ فلسفه د ټولنيزو پيښو او پديدو د ظهور، او بيایی د زوال پرنسيبونه وړاندی کوی نو د هر اجتماعی- اقتصادی سيستم د موجوديت په دوران کی نه يوازی پر خپل تندی د بشپړتوب مهر لری بل که د زوال نښی نښانی یي هم د زمان په تيريدو سره په څيره کی څرگنديږی. البته، د تاريخ منطق (په ډيرو ځايونو کی د تاريخ د فلسفی سره توپير لری.) دا خبره هم په داگه کوی چی کله کله د تکامل په مسير کی پراته حوادث او نظامونه د يو لړ ناروا او ظالمو واکدارانو د ظلمونو او وحشی پلانونو په واسطه ناکامه او د تکامل د اصلی لاری څخه خطا کيږی او پر بيراهه درومی. خو بی شکه چی تاريخ د خپل منطق په تحليل او قضاوت سره نومړی پيښی په زغرده موقتی او لنډ وخت لپاره گڼی. دمثال په توگه، د بوش- بلير غيرِانسانی تجاوزات چی د محرومو او غريبو ملتونو او اولسونو پرضد اوج ته رسيږی په واقعی توگه د تاريخ خلاف او د تاريخ منطق یی په کلکه سره ردوی. دغه ډول استعماری او ناروا تجاوزات د نن ورځی ټولنپوهنه او واقعی تاريخ ليکنه چی د خپل روښانه منطق په واسطه سمسور او سنگار شوی وی، نه منی او د ابدی بطلان خط پر کشوی. د لوړی خبری د اثبات له لپاره وينو چی د بلير پرضد مبارزو نه يوازی د نړی بيلو بيلو اولسونو، زحمتکښانو او ملتونو په سوله ايزه توگه د جهانيانو یو څرگند انعکاس وښود، بل که يو لړ گوندی، پارلمانی او د کابينی غړيو يی هم د ملگرو جنايتونه د عراق پر قهرمان ملت باندی وغندل، بل که د فرانسی او جرمنی غوندی اروپايی هيوادونو هم په زغرده، د خپلو گټو د ساتلو په خاطر خپل اعتراضونه، مقاومتونه دريغ نه کړل او د دی قهرمان ملت په اشغالولو کی يی نه لښکری ورکړی او نه يی هم مالی مرستی. په همدغه خنده آوره توگه، دبليو بوش د ټولو هغو پوښتنو په مقابل کی حيران او بی ځوابه پاتی دی، کوم چی د عراق او صدام حسين ارتباط د کيميايی او بيالوژيکی وسلو سره نه شی ښودلای او غښتلی عراقی ملت لا اوس هم د خپلی خاوری او تيلو د زيرمو د ساتلو په خاطر تر غيرِانسانی او وحشيانه بمباريی لاندی خپل د قهرمانی څخه ډک مقاومتونه کوی. ځکه چی د بوش اداره د هيڅ ډول پوښتنی ځواب نه لری نو هڅه کوی چی د همدغو مسألو د هيرولو او آينده تيرويو د زمينی برابرولو لپاره د ايران بحران ته لمن ووهی؛ د شمالی کوريا په داخلی چارو کی مداخله وکړی او په همدغه ډول، نوری هغه پيښی راپورته کړی چی په څرگنده یي د وينو بوی ځی. دلته مو نوموړو پيښو ته ځکه اشاره وکړه چی د بوش- بلير وحشتونه او تيری که څه هم د تاريخ ثبت شوی پيښی شوی خو د تاريخ منطق يی نه يوازی غيرِمنطقی او غيرِعادلانه بولی، بل که ټول اړخيزی ماتی یي د سبا په سپيدو داغ کی په روښنايي سره ليدلای شي. تاريخ په خپل د ننه کی داسی پراخ، منظم او مستدل منطق لری چی په واسطه سره يی د تکامل هره پروسه او هره پاڼه خپل هغه لورۍ او ضرورت روښانه کوی کوم چی یوي څرگندی نتيجی ته رهنمايی کيږی. که څه هم "ښايی" د يوی پروسی په پيل کی د شيانو او پديدو متکامل جوړښت د تاريخ منطق ته ناڅرگند وبريښی، خو د بيلو بيلو مرحلو په اوښتلو او تيريدلو کی يي د تکامل د مختلفو برخو د ارتباطونو (منطقی ارتباطونه) د تطابق په لاره کی څنگه چی ضروری وی خپل نتايج پرمخ وړی. په همدی ډول، د تاريخ او منطق يوالی د تاريخ د بشپړ تکامل او خاص جوړښت د مختلفو اړخونو د ارتباطونو او دخپلو داخلی فعاليتونو په يوه خاص انعکاس سره څرگنديږی. تاريخ او منطق چی د شيانو او واقعيتونو د پرمختگ او پيښو ترمينځ د ارتباط پيداکولو په خاطر پوره اهميت لری په خپل اساس کی سره يوځای او سره تړلی دی. د تاريخ ټولو تصادفی او گذری ډول ډول پيچومو څخه ډکی پيښی په يوه واقعي او عمومي جريان کی لزوماً هغه وخت زايليږی، کله چی نوموړی جريان خپل بشپړ بلوغ او انکشاف ته ورسيږی. روښانه ده چی منطق يو داسی تصحيح شوی تاريخ دی چی همدغه تاريخ بيا په خپل وار سره په هغو قوانينو تدوين کيږی کوم چی واقعی تاريخی پروسه رامينځ ته کوی. دلته، وينو چی د تاريخی او منطقی هغو لارو توپير چی په واقعيت کی وجود لری، په تفکر کی انعکاس مومی. د دي خبری علت هم دادی چی خپله واقعيت کی د تکامل جريان او نتايج یي که سره يوځای هم وی، خو کله کله يو پر بل منطبق نه وی. هم دغه دليل دی چی د منطق او تاريخ د څيړنو او تحقيقاتو ميتودونه هم په خپل اساس کی بيلوالی لری. د تاريخ د مطالعی هدف، اساساً دادی چی د پديدو د تکامل او شکلونو د اختلاف هغه کانکريت شرايط وڅيړی کوم چی د يوی پيښی تکامل د يوی مرحلی څخه د تکامل بلی مرحلی ته وړی؛ د بشپړ تکامل منطقی ماهيت د واقعی تاريخ د توضيح کولو په خاطر يوه مهمه کلی وبولی. د تاريخ ژوره څيړنه د تاريخ د فلسفی د اصولو د پيژندی سره چی د علومو په لړکی يوه ټاکلی پوهنه او معرفت دی، ذاتی اړيکی لری. همدغه د تاريخ فلسفه بیا د خپل موجود کيدلو او تکامل د جريان د هغو شرايطو په ارتباطونو کی د شيانو او پديدو د پيژندنی هغه اصول دی چی ټولی پيښی او جريانونه په سپڼل کيږی؛ د هغوی پيدايښت، بيایی تکامل او همداسی یی زوال په توضيح کيدای شی. دلته د دي خبری ياد په کار دی چی د تاريخ فلسفه د تيوريکی څيړني د يوه ټاکلی ميتود او پوهنی په څير د هری سرسری او غيرِمهمی پيښی د پيژندنی ضروری اساس نه دی، بل که د هغو ټولو ژورو پيښو د لارښودونو بنياد جوړوی چی د شيانو او عينيتونو د ټاکلیو خصوصياتو او ارتباطونو شکل او محتوا منعکس کړی. البته، د همدغو پيښو او عينيتونو مشخصات د خپل ذاتی تحولاتو او تضادونو په عالمانه تشخيص سره روښانه کيدای شی. نوموړی تحولات او تضادونه که طبیعی وی او یا اجتماعی په خپل حرکتونه او تغييرات داسی پرمخ وړیچی په هيڅ صورت خپل پخوانی پوره شکل او حالت له ځانه سره نه شی ساتلای. نو همدغه حقیقت له مخی د تاریخ فلسفه د حوادثو او پیښو د راتگ او ظهور په باب په زغره وایی: که څه هم په تاريخ کی کله کله، ځينی پيښی په بل شکل راڅرگنديږی، خو تاريخ پرمُخ ځی پرشا نه گرځی.
2- تاريخ کله کله تکرار بريښی، خو په بل شکل،
مخکی له دی چی د تاريخ پر تکرار مکث وکړو لازمه ده لومړی د هغه پر حرکت او بیايی پر شکل او ډول باندی څه نا څه ووايو: تاريخ د يوه کُل په څير که د ټولنيزو پيښو وی او يا هم د طبيعی پيښو، ځان ته ټاکلی سير او حرکت لری، چی دا حرکت په عمومی توگه د کښته څخه پورته او د ساده څخه پيچلی او مُغلق ته لوړيږی او تيريږی. د تاريخ د فلسفی له مُخی دا پوره څرگنده ده چی د ټولنيزو او طبيعی حوادثو د لومړنیو وختونو بیا تر اوسه هميشه ډول ډول تغييرات راغلی او نوی شکلونه يی غوره کړی او نوی حالتونه به واخلی. دا هم ځکه چی د تغيير قانون د تل لپاره د اجسامو، حوادثو او تحولاتو د پيدايښت، تکامل او بيايی د زوال اساس ټاکی او د طبيعت د ډيرو عمده قوانينو څخه دی. گواکی د "تغيير قانون" تغيير نه کوی. د طبيعت او ټولنی د حرکت او سکون په باب د لرغونو زمانو څخه را په دی خوا ډير بحثونه او زياتی نظريي وړاندی شوی دی، د لرغونی يونان ستر فيلسوف ارسطو لومړنی مشهور فيلسوف دی چي د خپلو نورو فلسفی او منطقي موضوعاتو ترڅنگ یي د حرکت پر شکل بحث کړی او دايی ويلی دی چی د کايناتو حرکت دايره يی شکل لری. دۍ عقيده لری، چی دايره يی شکل د حرکت متکامل شکل دی. د ارسطو همدغه فلسفی نظر دده د نورو فلسفی موضوعاتو سره يو ځای په پيړيو پيړيو د اولسونو ذهنيتونه تسخير کړی وو. نو همدغه علت له مُخی که به په خاصه توگه په مينځنيو پيړيو کی اسکولاستيکی Scholasticism (کليسايی- ارسطويی مدرسه) تعليمات د کوم چا له خوا يا وغندل شول او يا به کوم چا انتقاد پر وکړ، بیا به نوموړی شخص او يا ډله، متمرده او يا کافر په نامه د جزا وړ وبلله شول. بايد ووايو چی دغه اروپايی فرهنگی استبداد د رنسانس تر سپيدو داغ پوری خپل زور او توانمندی درلوده. اسلام بیا په دغه وخت کی د خپل پرمختگ په مرحله کی و، خو البته، د ابن سينا غوندی نړيوال فيلسوفانو یی خپلی فلسفی او علمی څیړنی کولی او د خپلو سترو علمی او فلسفی مدرسو دروازی یی په هسپانيی غوندی هيوادونو کی لا هم پرانيستی وی. په هر صورت، د حرکت ارسطويي نظريه په راوروسته زمانو کی د ايتاليايی دانشمند ويکو (Vico 1668- 1744) له خوا داسی پرمُخ ولاړه چی: «ټولنه په بي پايه توگه په تکرار شوو مرحلو کی تکرار کيږی»؛ خو د انگليسی فرانس بيکن (Francis Bacan 1561- 1626) په شان پوهانو او فيلسوفانو بیا د ارسطو نوموړی فلسفی نظر (حرکت دايره يی شکل لری) د يو لړ نورو علمی او منطقی موضوعاتو سره يو ځای انتقاد کړل او "د حرکت سيريی مستقيم" وباله. لکه علوم چی وده کوی نو يې د مختلفو مقولو او مفاهيم تعريفونه هم قدم په قدم علمی کيږی؛ انکشاف مومی او نوی واقعيتونه منعکسوی. په نولسمی پيړۍ کی چی د يوي خوا د فلسفی ماهيت نوی بُعدونه وموندل او نوی اصول یي رامينځ ته شول، خو د بلی خوا د علومو د انکشافاتو او اختراعاتو په نتيجه کی تازه ترين علمی پرنسيبونه او قوانين هم رامينځ ته شول. دلته نو دحرکت د تعريف پر ماهيت هم نوی رڼا ولويده او د آلمان مشهور فيلسوف، مبارز او لارښود ف. انگلس (Fredrick Engels 1820- 1895) توضيح کړه: «چی حرکت د تغيير په معنا، که ټولنيز دی يا طبيعی د فنر په شکل داسی مارپيچی حرکت لری، چی هره ورستی کړۍ یي د پرمُختگ مظاهر څرگندوی. دلته اضافه کيږی چی هر حرکت په خپل د ننه کی د متضادو قطبونو د مبارزو په نتيجه کی ظهور کوی او موجوديت مومی. حرکت چی د مادی د موجوديت يو شکل دی د تاريخی تکامل مختلفی پيښی د خپلو بيلو بيلو فنری کړيو په شکل کی توضيح او ترسيموی. البته د تاريخ د واقعی مفهوم له مُخی څرگنده ده چی د فنر په شان حرکت هره وروستۍ کړۍ نسبت پخوانيو کړيو ته متشکله، معتبره، غنی او ستره ده. په ډيره ساده او آسانه توگه ليدای شو چی زموږ هره بشری پيړۍ تر هري پخوانۍ پيړۍ مستدله، معتبره، غنی او ستره ده. ځکه نو، وايو چی ټولنه نه يوازی حرکت لری بل که د خپلو ذاتي طبقاتي او نورو اصولو پر بنا د پرمُختگ بيلو بيلو مرحلو ته لا هم پرمُخ ځی. د دی خبری ياد هم په کار دی چی د انسانانو هر حرکت د تکامل او پرمُختگ پر لويه لاره نه دی واقع. حتی ډير ځله انسانان او د قدرت خاوندان د انسانيت پر ضد شعوری او يا غيرِشعوری هڅی کوی څو د خپلو طبقاتي او يا شخصی گټو د تأمين په خاطر داسی اعمال انجام کړی چی د بشری پرمُختگ او عمومی انسانيت پر پاکه لمن توری لکي ور وغورځوی. البته دغه ډول غيرِانسانی اعمال کله موقتاً بريالی وی، خو کله کله يی د ناکامی سير خورا ژر د تاريخ کندی ته ور وسپاری. بايد زياته شی چی په عمومی توگه د انسانانو او اولسونو د قاطع اکثريت گټی په هغو سيستمونو کی تبلور مومی کوم چی په خپله د زحمتکش انسان د لاس د تڼاکو د هغوی د مغزونو په تيزو امواجو او مبارزو د معقول انتظام په نتيجه کی را مينځ ته شوی وی. خو شک نشته چی د قدرت، استعمار او استثمار څښتنان چی د توليد وسايل يی يا په خپله غصب کړی او يا يی نيکونو او پلارونو غصب کړی وی په هره لحظه او هر گړی کی د خپلو گټو د ساتلو په خاطر د هر ډول تاکتیکونو او جنایتونو څخه استفاده کوی او د خواریکښ انسان د لاس او دماغ گټه په بیلو بیلو لارو مفته خوری، همدغه د خواریکښانو او استثمارگرانو تر مینځ نه پخلاکیدونکی مبارزه د بشریت د هغه تاریخ د ملا تیر ور جوړوی کوم چی زموږ دغه لیکنه پر ورگرۑ.
د دي له پاره چی د تاریخ حرکت او بیایی په بل شکل تکراری اوښتنه په استدلال کی نوره هم روښانه شی لازمه ده څيړنه د طبیعی سماوی اجسامو څخه په ساده گۍ سره راپیل کړو:
هو، د تاریخ پیښی کله کله تکرار بریښی، خو په بل شکل. د یوه گړی له پاره د لمر د موجودیت، سکون او حرکت په باب یی فکر کوو چی لمر د ملیونونو کلونو را په دی خوا په ډیر تمکین او نسبی سکون کی د یو لړ سیارو په مینځ کی داسی ولاړ دي چی پرشا او خوایي عطارد،زهره، ځمکه مریخ او داسی نوری سیاری بیله کومه ځنډه پر ورگرځی. ټولی نهه گانه سیاری پر خپل محور خپل وضعی حرکت داسی پای ته رسوی چی شپه او ورځ هم ځینی پیدا کیږی. دلته دا هم روښانه ده چی د ټولو نوموړو سیارو، د ځمکی په شمول د هر وار حرکت که یي پر ځان دی او یایی هم د لمر پرشا او خوا، هغه حرکت نه دی چی پرون یی درلود؛ او هم داسی یي د راتلونکی د هغی سره هم تفاوت موجود دی. داچی زموږ خاورینی ځمکی په پخوانیو زمانو کی دغه اوسنی زرغون، سمسور او آباد شکل نه درلود، ډير خاورین او د اوره څخه ډک حالت یی لاره، انکار نه شو کولای. خو ننۍ ځمکه چی د ثروتونو څخه ډکه، په زراعتونو معموره، په ساينس او تکنالوژی او انسانانو او حيوانانو مالامال ده، پرون يی د نوموړو خصوصياتو څخه هيڅ نه درلودل، په داسی حال کی چی هم دغه ځمکه چی د لمر څخه دريمه هغه ليری کره ده چی د مليونونو کلونو را په دی خوا د لمر پرشا او خوا لالهانه او سرگردانه گرځی را گرځی، د حرکت نوی شکل په بل ډول لری او د هر وار حرکت یی له پخوا څخه توپير کوی. هم دغه حرکت که څه هم توپير لری خو داسی ښکاری لکه د تير حرکت تکرار! دا چی د تاریخ په بل شکل سره تکرار بریښی د طبیعت په بیلو بیلو برخو کی یي که سماوی دی یا ځمکنی پوره د تأييد او څيړنی وړ دی. دا روښانه ده چی هر څه تغيير او حرکت کوی، پر مُخ ځی او حتی ځینی وخت تکرار بریښی، خو په بل شکل. دا هم ځکه چی د هر شی او پيښی حرکت د خپل پخوانی حرکت څخه توپير لری او په عمومی توگه تر پخوانی حالت غنی او د نوی استعدادونو خاوند دی. البته، کله کله کيږی چی د حرکت او تاريخ نوی حالتونه تر پخوا ارتجاعی او خرابونکی هم وی، خو شک نشته چی دغه حالت په اجتماعی پيښو، پديدو او حرکتونو کی په مختلفو شکلونو کی ليدل کيدای شی، خو په هيڅ صورت د جهان پای نه دی، بل که برعکس ښايی د واقعاتو سر يا مينځ وگڼل شی. مخکی مو په طبيعی پيښو کی نه يوازی پر دی بحث وکړ چی تاريخ پرمُخ ځی او پرشا نه گرځی، دی خبری ته مو هم اشاره وکړ، چی یو لړ حوادث، کله کله تکرار بريښی- اوس به په لنډه توگه د ټولنيزو پيښو د پرمُختگ او هم داسی به د هغو واقعو ياد وکړ چی تر ټاکليو شرایط لاندی کله کله تکرار بريښی. شک نشته چی ټول بشری او تاريخی پراتيک بي له کومی آفاقی ارادي د خپلو ذاتی اصولو پر بنا حرکت، تغيير او تکامل کوی. البته ځينی وختونه په بل شکل کی تکرار وايی. د دی خبری مثالونه د خپل ژوند په هره برخه کی په ډيری آسانی سره موندلای شو. د مثال په توگه، په گران هيواد افغانستان کی د 1381هه- ش. کال د عقرب د مياشتی د پوهنتون د محصلانو خونينه پيښه او د 1344هه- ش کال د عقرب په مياشت کی د کابل پوهنتون د محصلانو د وينو ډکه مظاهره چی یو له بله ډيره ورته والی سره لری، په هيڅ صورت دوهمه د لومړی پیښی تکرار نه دی، بل که په نوی شکل کی تکرار بريښی. هیواد 40 کاله مخکی نسبت نن ورځی ته آزاد، آرام، اباد او د سولی مرکز و، د عقرب میاشتی دريمه د هيواد د سياسی فعاليتونو په د ننه کی يوه ډيره مهمه ورځ او پيښه وه، په هم دغه مياشت او کله کله به په نورو گاونډيو مياشتو کی اعتصابونه، مظاهري او نور بیل بیل سیاسی فعاليتونه چی هم به يی طبقاتی او هم به يی ملی او صنفی خصلت درلود، اوج ته رسيدل. خو په عمومی ډول سره مظاهری د خپل انضباط او دسپلين درلودونکی وی، د مظاهرو لوری، هدف او نور خصوصيات مستقلانه او هيواد دوستانه وو. سره له دی چی نوی اساسی قانون اعلان شوی و، خو د مظاهرو، اعتصابونو او نورو دموکراتيکو فعاليتونو قانون لانه و خپور شوی، اما بیا به هم مظاهره چيانو مظاهری او اعتصابونه کول. حتی کله کله به يی په اولسی جرگه کی د محصلانو او مينه والو حضور غوښت، چی دلته په غربی شوراگانو کی چندانی دا غوښتنه نه ښکاری. په هم دغه 1344 کال لازمه وه چی صدراعظم داکتر يوسف د خپل مرام د توضيح کولو په خاطر په اولسی جرگه کی حضور ومومی. په هم دغو ورځو او وختونو کی د کابل پوهنتون محصلانو، روشنفکرانو او د ځينو سیاسی گوندونو نماينده گانو په نوموړی جنبش کی پوره برخه درلودله. د عقرب په دريمه ورځ چی د پوهنتون او يو لړ ليسو او مدارسو شاگردانو مظاهره راويستله، وروسته یي له څه وخته مظاهری د دارلامان پر سرک چيری چی د صدراعظم د ليدو امکانات وو حرکت وکړ او بيا يی آرزو وه چی په پارلمان ورننوزی، اما اجازه ورنه کوله شوه. نو لښکريانو د مظاهری د مخنيوی په خاطر مداخله وکړه خو د مظاهره چيانو او دولتی لښکرو تر مينځ برخورد وشو؛ مظاهره په وينو رنگ شوه، د مرگ او ژوبلی آوازې يې ډيرو ځايونو او محلونو ته رسيدې. ښايي په نوموړو پيښو کی به لاسون وو، خو اوس چی د کابل ښاريانو په مظاهرې کی د مرگ او ژوبلی واوريده په ډير غم او تأثر سره یي حکومتی واکدارانو ته نفرت ور واستاوه. دغه په وینو سره شوی ورځ د 1344 کال د عقرب دریمه وه چی په وروسته کی یی زیات شهرت وموند؛ نه یوازی یی د هیواد په مختلفو سیمو که آزانگه خپره شوه بل که غربی او شرقی منابعو هم نوموړی پیښه په مختلفو شکلونو سره تبلیغ او خپره کړه. په هم دی توگه نوموړی د عقرب دريمه، دومره مشهوره او د اهميت څخه ډکه شوه چی هر کال به د عقرب دريمی د شهيدانو په نامه لمانځله کيدله، نه به پوليسانو جدی مقاومت کولای شوای او نه به د دی تاريخی ورځی اهميت چا هيره ولای شوای. هم دغه ورځ زموږ په سیاسی جنبش کی د تحرک څخه ډکه يوه داسی سیاسی ورځ وگرځيده چی هر کال به په مظاهرو سره پيل کيدله او په قطعنامو سره به پای ته رسيده. بايد ووايو چی په لومړنيو کلونو کی دولتی قوا وو په ډول د ډولونو هڅه کوله چی د دغی تاريخی ورځی د مظاهرو او مارشونو مُخ ونيسی، خو د سیاسی جنبش د مقاومت په نتيجه کی نوموړی تاريخی او سیاسی ورځ د هيواد د سیاسی غورځنگ یوه ډيره ستره ورځ وگڼله شوه او د دولت د عقب نشینی په نتیجه کی د داوُدخان تر کودتا پوری هرکال لمانځله کیدله. زمانه تیره شوه، کلونه واښتل او شلمی پیرۍ یوشتمی ته گام ورپورته کړ. په هم دغه پخوانی پوهنتون کی بیا محصلان د خپلو عادی ورځنیو او کله کله هم د صنفی غوښتنو لپاره مبارزی کوی؛ دولت په ډيره محافظه کارۍ سره د امريکايی قوتونو په واسطه داسی ځان ټينگ کړی چی په خپل مقابل کی هر ډول سازنده انتقاد او قضاوت لاهم دښمنی او خصومت بولی. اوس نو د کابل ښار هم د تيرو ديرشو کلونو د جگړو په نتیجه کی پوره خرابه او د چپاولونو په واسطه داسی سپيره شوی دی چی حتی زموږ د ډيرو لرغونو او با ارزښته اموالو ډک موزيمونه هم د بشپړی نيستۍ او ويرانۍ سره مخامخ شوی دی؛ د بودا مشهوره مجسمه هم د باميان په زړه کی ټوکر ټوکر پرته ده. د افغانی ټولنی چی اوس یي د اوږدو وحشتونو یوه مرحله تيره شوی، دا دی په بله مرحله کی یی گام ايښی دی. کلي او بانډی ويرانی شوی او فرهنگونه د خاورو سره برابر شوی دی. سیاسی جنبش په یوه تاريک اختناق اوښتی، امريکايی او ناتويی قوتونه تلاش لری چی تر خپلو ټانکونو لاندی دموکراسی رواج کړی، ځکه یی نو په مقابل کی هغه ډول مقاومتونه ايجاد او پرمختگ مومی لکه د روسانو په مقابل کی چی یی اوج نیولی وو. په هره اندازه چی دغه بیگانه قوتونه خپل زور زیاتی ډيروی په هغه اندازه د خلکو د مختلفو قومونو، گروپونو، ملیتونو له خوایی نفرت او کرکه نوره هم ورځ په ورځ زیاتیږی. د بیگانه گانو زور او تسلط دومره زياته کرکه پيدا کړده چی حتی په هغو قوتونو کی یي هم تأثير زیات شوی دی کوم چی د هم دغو بيگانه گانو په واسطه راغلی او د قدرت خاوندان شوی دی. په زړه پوری ده چی د طالبانو په نامه افغانان د گوانتانامو په تاپووزمه کی یي له محاکمی او بی له سرنوشت ټاکليو د حيوانانو په شان پراته دی، خو د "والکر" په شان امريکایی او اروپايی طالبان، نه يوازی د قفسونو څخه راوزی بل که محاکمی ته یی بیایی او هغه ډول جزاگانی ورته ټاکی لکه د دوی په خپلو هيوادونو کی چی رواج لری. اوس چی ناتویی لښکری د امريکايی نظامیانو په واسطه رهنمایی کيږی، زموږ آزادی غوښتونکی اولسونه د پخوا په شان د آزادی له پاره جنگيږی چی دا جنگی خصلت یی د نن ورځی خصلت او رسم نه دی، بل که د هغو نيکه گانو څخه یي په ميراث اخيستی دی کومو چی د انگريزانو او روسانو په مقابل کی سرونه پر لاس ايښی وو. د مليتونو او قومونو چی پخوا لا دښمنی ایجاد شوی او ایجاد کیدلی اوس هغه خصومت د هر پخوانی وخت څخه نور هم شدید او پراخ شوی دی. «تقسيم یی کړه، بیایی اداره کړه» ډيره پخوانی انگليسی استعماری پاليسی په خپل ټول توان سره په داسی ماهرانه توگه عملی کيږی چی ډير وختونه اولسونه خو څه چی حتی روشنفکران یی لا هم یا نه پوهيږی او يا یی هم ځانونه بی خبره اچولی وی. دا ټولی خبری پر یوه خوا پريږدی چی د هيواد پاشلو او تجزیه کولو خبری اتری لا هم اوريدل کيږی. د خپلو داخلی یو لړ بحثونو څخه چی راتیر شو، وینو چی په جهان کی ډیر داسی نوی تغییرات او تحولات راغلی چی د قوا وو توازن چی "گډ سوله ایز ژوند" یی د سختو دښمنو قوتونو تر منځ د نړۍ والو توافقاتو په نتیجه کی تسلط درلود او د سولی د تأمين په خاطر يو مهم نړيوال اصل گڼل کيدئ، اوس دادی په عمل کی له مينځه تللی او د ځمکی پرمُخ د زور او د "ځنگل قانون" داسی حکمروايی کوی چی هره ورځ او هره گړۍ د دي وهم او بیره موجود ده چی د زورورو او اتومی بمونو والا هیوادونو تر مینځ تباه کوونکی جگړی پيښی او دبشری زرگونو کلونو لرغونی مدنیتونه او اوسنی تکنالوژيک انکشافات د ملیونونو انسانانو سره یو ځای خاوری ایری شی. په دی برخه کی حتی (کوفی عنان) د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشی هم د نړی موجوده حالت ډير خطرناکه وباله او په احتیاط سره یې د ملگرو ملتونو په عمومی غونډه کی داسی وویل: «د دي وروستیو څو کلونو پیښو دا څرگنده کړه چی په نړۍ کی چی په ملیونونو انسانانو وژل کيږی نه شی کیدای چی د سولی ځای دی شی، حتی د هغو افرادو ډله هم نه ده آرامه کومه چی د ممتازو شرایطو څښتنان دی. . . » په هم دی لړ کی د فرانسی جمهور رييس شيراک هم داسی وايی: «د عراق پرضد جنگ د دی سبب شوی دی چی د ملل متحد سازمان د خپل تاريخ د بدترين بحران سره مخامخ شی.» شيراک داسی اضافه کوی چی: «عراقيانو ته بيرته خپل قدرت د عراق د ثبات او بیا جوړونی له پاره یو حياتی کار دی.» البته د دی خبری يادونه په کار ده چی وويل شی چی شيراک په عراق کی خپلی گټی په خطر کی وليدی، ځکه یي د شديدترين بحران اخطار ورکړ. که نه، بايد پر يوگوسلاويا او افغانستان يی هم هم دغه پاليسی چی نن یي د عراق پر ملت روا بولی. لازمی بللی وايی، هغه وخت به د بوش اداری هم د نوموړو هيوادونو د خرابولو او تجاوزاتو څخه، ښايی پرهيز کړی وای او د امريکايی استعماری فعاليتونو کړۍ به یی پر هغه ځای ماته شوی وای. اوس که د امريکايی امپرياليزم غواړی چی د نړۍ د تسخيرولو په خاطر د ناتو پکت ټول غړی په ځان پسی کش کړی لکه پر يوگوسلاويا او افغانستان چی یی مستقیماً تجاوز وکړ او هيچايی مخه ونه نيول، خو بيله شکه چی پر دی بل اړخ نوموړی پکت پر عراق باندی څرگند انشعاب وکړ او د فرانسی غوندی هيوادونو د امريکا لاره وانه خيستله. گورو چی گران هيواد د ناتويی لښکرو تر پښو لاندی دی د خصمانه تبليغاتو او غولوونکی دموکراسی تر چتر لاندی د عيسويت او يهوديت په خاطر هم ناروا نخشی تر کار لاندی دی چی نه يوازی د اسلام د دين پرضد يی منفی تأثيرات څرگند دی، بل که د افغانی فرهنگ په مقابل کی یی هم پوره زهرپاشی روښانه ده. دا خبره بايد بياهم وښودل شی چی نن د بوش اداره غواړی چی په عامه توگه د جهان د تسخيرولو، خو په خاصه توگه د عراق غوندی ثروتمند هيوادونو د اشغالولو او لوټولو په خاطر د فرانسی، آلمان او روسی غوندی هيوادونه تر خپلی سیاسی او نظامی رهبری لاندی له ځانه سره ودروی، خو نوموړی هيوادونه متابعت ځکه نه کوی چی د يوی خوا د دوی اقتصادی گټی په خاطر لويدلی او لويږی، او پر دی بل اړخ د دوی سیاسی حيثيت هم د خاورو سره ځکه وهل کيږی چی امريکايانو په ښکاره توگه «د ملتونو د سرنوشت د ټاکلو حق» تر پښو لاندی کړی دی. دا دی هم زموږ په ياد وی چی که د بوش اداره د ملگرو ملتونو د چارتر خلاف خپلو ناوړو اعمالو ته نوره هم ادامه ورکړی، نو بيله شکه چی د ناتو اتحاديه به چی نن ورځ یی وظيفه بايد ختمه شوی وی په دوو او يا ديرو برخو تجزيه او منحل شی. موږ وليدل چی د بوش- بلير بی اساسه او غيرِاصولی اتحاديه نه يوازی د عراق غښتلی اولس په ټول توان سره رد کړی او پرضد یی په قهرمانی سره جنگيږی بل که د جهان ډيرو ملتونو او اولسونو هم نوموړی تجاوزگرانه عمل د مظاهرو او مارشونو په شمول په ډيرو وسيلو او ډولونو سره رد کړی او پرضد يی په کلکه سره مبارزه کوی. پر عراق باندی تجاوزاتو نه يوازی عراق ته اقتصادی او اجتماعی تاوانونه ورسول او د مادی جوړښت تادابونه يی ونړول، بل که د پخوانيو مدنيتونو او لرغونو فرهنگونو خرابی او تباهی یی هم د جهان د ټولو فرهنگيانو په حضور کی يوه ډيره غيرِانسانی او د شرمه ډکه داسی پيښه شوه چی نړیوالو مشهورو لرغونپيژندوونکو هم نوموړی پيښه، د بوش- بلير او د دوی د متحدانو له خوا يوه څرگنده تاريخی فاجعه وبلله. هم دغه تجاوز چی تاريخی فاجعه يی هم يوه برخه وبلل شوه د تاريخ منطق يی په ډير شدت ردوی او داسی چی د دی ټولو خرابيو او ورانکاريو جبران به هغه څوک په مختلفو شکلونو کی انجاموی کومو چی يی پیل کړی دی. په تير بحث کی موږ وويل چی د تاريخ منطق، کله کله، د تاريخ سره په تضاد کی راځی. هم دغه ځای دی چی د تاريخ منطق د خپلو اسنادو او استدلالونو پر بنسټ د بوش- بلير د تجاوزگرانه عمل پرضد قضاوت کوی کوم چی نن ورځ د ځينو عراقی- امريکايی متحدانو د تاريخ يوه ټاکلی ثبت شوي توره پاڼه ده. په لنډه توگه، پر عراق، يوگوسلاويا او افغانستان باندی تجاوزات، د بمونو د چاودلو په شمول هغه پيښی دی چی د نړی امنيت یی تر هر پخوانی وخت زيات په خطر کی اچول دی او لا به نور هم په خطر کی ولويږی. دا وو د نړی د څيری یوه برخه او هغه وه د هیواد د دننه ناآرامه او خطرناکه ډکه ورځ چی په مجموع کی د 1344 کال د داخلی او باندنی هغو شرايطو سره توپير لری په کومو کی چی د عقرب خونینه ورځ واقع شوه، البته بیا هم دغه د عقرب میاشت وه چی د کابل پوهنتون محصلانو د خپلو غوښتنو پر اساس په کال 1381 کی مظاهره وکړه څو یو لړ محصلان یی شهیدان او زخمیان پر ځای پری ښودل. د روژی مبارکه مياشت وه چی د پوهنتون محصلان د ماښام د روژه مات لازم او ضروری انتظام نه لری او د اداری د بی غوری څخه یی د روژه مات خواړه نه تيار کړی او پر دی بل پلو د دموکراسی تبليغ او باټی هم خورا ډيری وی، نو محصلانو هم په خپله قانونی او صنفی غوښتنه په زغره وړاندی کړه. خو د پوهنتون واکدارانو ونه منله. څو چی محصلانو آواز پورته کړ، مظاهره به کوی او واکدارانو ته به خپل هغه ږغ ور رسوی کوم چی صنفی نوری غوښتنی هم په کښی منعکس شوی وی. دوی چی دخپلی ساحی څخه لا حرکت نه ورکړی څو چی د توپکوالاوو سره مخامخ شول او په هم هغه ځای کی په وینو رنگ شول. دلته مهمه دا ده چی د 1344 کال د جنبش وارثانو د خپلو شهیدانو په یاد هرکال مظاهری وکړی، خو د 1381 کال مظاهره ځکه پر خپل ځای وچه شوه چی اساسی تسلط د امريکاييانو پرغاړه و. د 1344 کال مظاهری که څه هم د پاچاهی د مستبد نظام د اداری خلاف مينځ ته راغله او په وينو ورنگول شوه، خو بيا هم خپله وه، په خپل ملت يی اړه درلودله او خپله قانونی او سنتی بڼه يی غوره کړی وه. د سياسی جنبش بيلو بیلو برخو که "چپيان وو يا راستيان" د خپلو حقوقو د تأمين او آزادی ساتلو په خاطر يی هرکال مظاهری وکړی، او د خپلو شهیدانو د حقوقو دفاع يی په ميړانی سره يوازی نه ده پرايښی. البته د وخت حکومتونو يی هم د وژونو په قيمت مخه نده نيولي. خو پر دا بله خوا متأسفانه د 1381 کال د عقرب د مياشتی مظاهره د اختناق په نتيجه کی پر ځای پاتی او داسی تر خاورو لاندی شوه چی د تاريخ منطق يی هيڅ وخت نه هيرولای شی او نه يی د خپل استدلال او قضاوت څخه ايستلای شی. د هم دغه دليل و مخی موږ وايو چی خپله تاج داره دموکراسی د بل تر تانکداری دموکراسی سل چنده او زر چنده افغانی او انسانی ده. په هر صورت خبره دا ده چی دغه د عقرب د مياشت د محصلانو مظاهره تقريباً څلويښت کاله وروسته د تير 1344 کال د مظاهری په شان داسی واقع شوه چی گواکی تکرار بريښی په داسی حال کی چی د پيښی شباهتونه يی خو را سره ډير دی اما زمانه او شرايط يی بل کُل سره بیل او توپير لری. نو هم دغه علت دی چی موږ وايو د تاريخ پيښی کله کله په بل شکل تکرار بريښی خو تاريخ پر مُخ ځی، پرشاه نه گرځی. اوس په خپلو ورځنيو پيښو کی ډير داسی حوادث ليدلای شو چی په هغه کی پيښی تکرار بريښی خصوصاً په سنتی او فرهنگی پيښو کی داسی مشابه واقعات چی تاريخ په کی تکرار ښکاری ډير دی. د نوروز ورځ چی هرکال يی د حمل د مياشتی په لومړی ورځ لمانځو په ظاهره کی د تير کال د نوروز د ورځی تکرار څرگندوی، ځکه چی هغه مراسم پر ځای کوو چی هرکال مو پر ځای کړی دی. خو د هر نوروز څخه تر بله پوری د ټولنی د ټولو اقتصادی، سیاسی، فرهنگی او ټولنيزو برخو کی داسی توپيرونه او تغييرات ليدل کيږی چی که لږ وی او يا هم ډير، په بشپړه توگه د تيرو کلونو د نوروزونو سره بيلوالی ښيئ.
نتيجه،
دغه فلسفی اصل چی تاريخ پر مخ ځی او پرشا نه گرځی، يوازی د نن ورځی د علمی څیړنو او فلسفی تحقیقاتو نتیجه او ثمره نه ده بل که، دري زره کاله پخوا لا د لرغونی يونان مشهور فيلسوف هراکليت "475-540 ق. م." د حرکت په نتيجه کی، په خود په خودی توگه دا کشف او توضيح کړه چی «تر يوه رود دوه واره څوک نه شی تيريدای» ده خپل نوی فلسفی کشف د طبیعت له غيږی څخه را پورته کړ، نه يی یوازی پر افلاطونی فلسفي مکتب وارونه وکړل بل که تر ننه پوری يی اصل د ټولو هغو تاريخ پوهانو او فيلسوفانو تاريخونه او فلسفي تر کره کتنی لاندی نيولی او لا بی هم ورنيسی کوم چی تاريخ د تکرارونو نتيجه گڼی. نوموړی د تغيير او پرمختگ فلسفه چی د علومو د کشف او تکامل په خاطر يی مؤثرترين گامونه پورته کړی دی په راتلوونکی زمانو کی که د قدرت د ظلم په تصرف کی وی او يا هم د عدالت په غيږ کی پروته وی، د راتلوونکی عمل رهنما او لارښود دی. پوره څرگنده ده چی ډيرو وختونه يو لړ څيړونکی او محققان د نوموړی فلسفي لارښود په غيرِشعوری توگه په نظر کی لرلی خو د منلو توانمندی يی لا نه وی پيدا کړی. اما برعکس، وينو چی يو لړ فعال او ځيرک تاريخپوهان او فيلسوفان بیا د خپلو څيړنو په دوران کی ټولنه متحرکه او د پرمختگ په حال کی وينی، نو ځکه يی آثار او ليکنی جاودانی هم دی. څرگنده ده چی د تاریخ حرکت او پرمختگ خپل ځان ته داسی ټاکلی جهت او پلو هم لری چی د تل لپاره د فنر په څير پر لوړه خيژی: پرمُخ ځی او ترشا نه گرځی. البته ځینی وختونه د ټولنيزو پيښی مخی ته یا ممانعتونه ولويږی او یا هم په خپله د نوموړی تکامل او پرمختگ په د ننه کی مشکلات او خنډونه زيږی. نو کله چی تاريخ د خپلو ټاکلو اصولو په رڼا کی پرمُخ ځي، داخلی منطق یی هم داسی تلاش لری چی د نوموړی پرمختگ له پاره لازمی اسناد او دلايل وړاندی کړی او د تاريخ نوموړی سيمه مصونه وساتی. هم دغه علت دی چی د تاريخ هره پیښه او هره ژوندی پاڼه د خپل حقيقت او ثبوت له پاره ټاکلی منطق، اسناد، ارقام او استدلالونه لری. هر کله چی د يوی پیښی منطقی برخه بشپړه نه وی، نو شک نشته چی تاريخ تر ملامتی لاندی او د بی منطقی سره مخامخ کيږی. په هم دی ډول د هری تاريخی پروسی ټاکلی منطق د هم هغی پيښی د محتوا سره مستقيم او لازمی اړيکی ساتی. هيره نه کړو چی که يوه تاريخی پيښه د نورو سترو تاريخی واقعاتو له بطنه راووزی او يا هم د نويو پيښو سره ټاکلیو شرایطو لاندی و ټرل شی، خپل ځان ته داسی نسبی او جداگانه منطق سره لری چی قضاوت یی بیا هم په خپلو مشخصو اسنادو، ارقامو او حقايقو پوری مربوط وی. د مثال په توگه، د بُن تاريخی غونډه چی تر ملی خصوصيت يی نړيوال صفت پراخ او قوی شو، په مستقيمه توگه يی د نړيوالی مؤسسی پر چارتر او اصولو اړه لرلی ده، نو په څرگنده توگه د تاريخ منطق د قضيی د محتوا له مُخی دا قضاوت کوی چی د ملگرو ملتونو مؤسسی د ناتو په واسطه په ډيری بی منطقی او استعماری توگه د ملگرو ملتونو هغه زرين اصل، داسی تر پښو لاندی کړی دی چی اوس نه يوازی د ناتو سازمانی غړيو د خپلو اعمالو په دوران کی خپل اعتبار بايللی دی، بل که د افغانانو د وژلو تاريخی گناه يی هم عميقاً ور په غاړه ده. بايد اشاره وکړو چی "د ملتونو آزاد سرنوشت حق"، په ارتباط په نړيوال منشور کی د يوه ملت او اولس خصوصيات چی آيا فرهنگ یی پرمُخ تللی او که وروسته پاتی وی، په تلويزيون کی سکسی فلمونه ايږدی او که نه؟ هم داسی خپل دودونه او رواجونه ساتی او که نه؟، طرح نه دی. که داسی تبعيضی او ناوړه مسايل په نظر کی ونيول شی بیا نو د توری افريقا قهرمانان خو وروسته پاته اولسونه او هيوادونه بايد ټول د منکشفو هيوادونو تر تکنالوژی لاندی خاوری او له مينځه ولاړشی. بل که نه، داسی نه ده. ټول هغه ملتونه او هيوادونه چی ټاکلی تاريخ او سرحدونه، يو څرگند سیاسی، اقتصادی او ټولنيز نظام لری، د څرگند فرهنگ او رواجونو او داسی نورو ملی ارزښتونو او اولس ساتلو په خاطر د هر ډول دوزخی قوتونو په مقابل کی وجنگيږی، خپله خاوره، فرهنگ، دين، تاريخ او نور هر ډول ملی ارزښتونه په سر او مال وساتی، بیله شکه چی نن ورځ د جهان ټول اړخيزو او سوله ايزو مرستو ته افغانان سخت اړ دی خو بیایی هم لومړی وظيفه هغه هيواد پالنه ده چی نړی وال شهرت لری. د جهان هر ډول لوی قدرت چی هر څومره د تيلو، طبیعی ثروتونو او استراتيژيکی سیمو وږی او تږی وی، د دی حق نه لری چی د خپل هيواد گټی د نورو هيوادونو د خرابولو او او تسخيرولو په قيمت ترلاسه کړی. البته دا کار به يو لړ استعماری هيوادونه چی د اشغالولو او استعمارولو ډيری تجربی لری، وکاندی او تاريخ به يی هره لحظه په خپل زړه کی ثبت کړی، خو د تاريخ منطق یی په هيڅ صورت نه منی او په ډير زور او قدرت سره یی د استعمارچيانو او یرغلگرانو مهر پر تندی ور وهی او محکوم یی بولی. ښکاره ده چی د افغانی ټولنی د بحرانونو او مشکلاتو حل يوازی په خپله د افغانانو په گډو کوښښونو سره په سوله ايزه توگه، امکان لری. نه د بیگانه گانو او استعمارگرانو په مداخلو او اشغالولو سره. په هم دی ډول د هری ټولنی مبارزان او د عقيدی خاوندان بايد په دی پوه شی چی د زورگويانو دغه شعار "زور حقيقت دی" ځکه د منلو وړ نه دی چی تاريخ په عمل کی په زغرده څرگنده کړی او څرگنده وی چی ظالمانو د عدالت په مقابل کی هميشه تر ټاکلی وخت وروسته په سپکاوی سره سقوط کړی او سقوط کوی. دا هم ځکه چی "حقيقت زور دی" نه دا چی "زور حقيقت" البته دا هم د تاريخ د منطق يو اعلان دی. په تيره ميلادی پيړۍ کی مو په څرگنده وليدل چی ډيرو مستعمره هيوادونو خپلو آزاديو ته ځانونه ورسول، حتی په زيمبابوی کی رييس موگابی د هغو سپين پوستکو څخه هغه ځمکی بیرته واخیستلی او خپلو وطنی او بومی خلکو ته یی وروويشلی، کومی انگريزی استعمارگرانو په ډير وحشت او ظلم تصاحب کړی وی. په هم دی توگه د ليکنی په نتيجه کی بايد اشاره وکړو چی نه بايد د منافعو په خاطر او بيرو په بهانو د گُل آفتابگردان په څير په هره لحظه کی وناڅوار يا د خپلو ملی مبارزو محتوا د لاسه ورکړو. البته هر څوک حق لری چی د خپل ذوق له مُخی په ډول ډول رسمونو او رواجونو کی ځان وپيچی، خو خبره دا ده چی دغه عمل باید د تاريخ له محک سره ووهل شی او وکتل شی چی د تاريخ منطق یی منی او که نه، د ماکياوليزم د بوقلمون حرکتونو څخه د عقيدی څښتنان او ارادی خاوندان باید ځايونه ليری وساتی. نوموړی ټول قضاوتونه پر دی تکیه دی چی تاریخ شاته نه ځی، پر مُخ ځی او تکامل بیل بیل پړاونه د زحمتکش انسان په کار او پراتیک پوری مربوط دی. که څه هم ځینی وختونه به د زورمندانو او زر خاوندانو په سودجویانه چالاکیو او حتی دسیسو سره د يو لړ جوروونوکو پيښو موقتی مخنیوی وکړی، خو د ټولنيزو غوښتنو پر بنا د هر ډول چال او خطاکارۍ زمانه لنډه ده. پورتنی بیانونه دا وړاندی کوی چی علاوه پر هر څه تاريخ خپل ځان ته ټاکلی فلسفی او منطقی داسی نورمونه لری چی د تل لپاره د ټولنيز او تاريخی حرکت په مُخکی په زغرده لارښودنه کوی، د انسان او انسانيت د پرمختگ مسيرف د نيکمرغۍ او بدمرغۍ د لوری په باب مخکی ليد څرگندوی. هم دغه علت دی چی موږ وايو تاريخ نه دريږی، پر مُخ ځی، خو کله کله تکرار بريښی و ځکه نو د زمانی په ظواهرو او د زورمندانو په ذهنی قضاوتونو او دماگوژيکو اصولو بايد خطا نه وزو.
پای
|